(( د اويغوريانو د جبري کارونو د مخنيوي مسوده )) حقيقت تحريف کړی
CMG2021/12/26 14:33:15
شريکول:

امریکا په دې وروستيو ورځو کې (( د اويغوريانو د جبري کارونو د مخنيوي مسوده )) د قانون په توګه تصويب کړې ده. دغه هېواد په علنی ډول د شينجيانګ په چارو او د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي، او غواړي‌ د شينجيانګ له لارې د چين د پرمختګ مخه ونيسي.

د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې حکومتي وياند شو ګوي‌ شيانګ د ډسمبر پر ۲۵مه نېټه په خبري‌ ناسته کې وويل، چې د امریکا ياده کړنه زورواکي  ده، د سوړ جنګ د فکر بیا راژوندی کول دي او غټه غلطي ده.

نوموړي‌ وويل، چې تش په نامه (( د اويغوريانو د جبري کارونو د مخنيوي مسوده )) په شينجيانګ کې د کارونو رښتينی واقعيت سخت تحريف کړی او د نړیوالو قوانينو او د نړیوالو اړیکو له اصولو څخه يې سرغړونه کړې ده.