د شينجيانګ په اړه د امريکا تش په نوم قانوني مسوده بې بنسټه او بې ځايه ده
CMG2021/12/26 15:04:37
شريکول:



امريکا په دې وروستيو کې تش په نوم (( د اويغوريانو د جبري کارونو د مخنيوي قانوني مسوده)) تصويب کړه. د چين د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د ډسمبر پر ۲۵مه نېټه د امريکا د دغې ناوړې کړنې پر ضد يوه مطبوعاتي غونډه تر سره کړه او د دغه هېواد درواغ او هغه بده سياسي موخه يې افشا کړه، چې د شينجيانګ په پلمه د چين د پرمختګ مخه ونيسي.

په نړيوالو قوانينو کې د اجباري کار په اړه څرګند او مشخص تعریف شتون لري. د کارګرو نړيوال سازمان د اجباري کارونو تړون له مخې، جبري کارونه هغه کړنې دي چي کارګر تر هر ډول سزا او ګواښ لاندې د  مجبورۍ له مخي روزګار کوي، چې په خپله خوښه نه وي. د ياد معيار له مخې، په شينجيانګ کې د جبري کارونو وضعيت بېخي شتون نه لري. د چين د کورنيو قوانينو او مقرراتو له لحاظه، په شينجيانګ کې د بېلا بېلو قومونو د خلکو د مساوي روزګار حقونه د اساسي قانون، د روزګار قانون او د کاري تړون قانون په شمول د قوانينو له خوا ساتل شوي.

د شينجيانګ د پنبې راغونډولو کارګر رحمان په دغه مطبوعاتي غونډه کې له ګډونوالو سره د ماشين له لارې د پنبې د راغونډولو معلومات شريک کړل. هغه وويل، چې له يوې ورځې نه کم وخت کې مې د ماشين په وسيله د څه باندې ۱۳ هکتارو په مساحت پنبه راټوله کړې او له دې لارې مې ۳ لکه يوانه مې تر لاسه کړي دي.

د چين د نساجۍ ټولنې او ۱۲ اړوندو صنعتي ټولنو په همدې ورځ د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې امريکا د شينجيانګ پر ټولو توليداتو د تش په نوم جبري کار نښه لګولېده. د اعلامیې له مخي، د امريکا دغه کړنه د شينجيانګ پر بنسټيزو بشري حقونو د تيری کولو، د عرضې د نړيوال ځنځير د خرابولو او د نړيوالې سوداګرۍ او مشتريانو د ګټو د زیانمنولو په مانا ده .

د ۲۰۱۸کال له پای راهيسې د ۱۰۰ زياتو هېوادونو او سيمو تر ۲۱۰۰ زيات وګړي شينجيانګ ته تللي او له ځايي کروندو، فابريکو، کليو او د کليوالو له کورونو څخه يې ليدنې کړي دي او د روزګار د تأمين په برخه کې يې د دې سيمې تګلارې او لاسته راوړنې ستايلي دي. د امريکا تش په نوم قانوني مسوده د نړيوالې ټولنې  ګډې نظريې نه شي بدلولی.