د امريکا ترهګريز جرمونه
CMG2021/12/26 14:58:27
شريکول:

د امريکا سپين پوستي ځوان پاټريک ووډ کروسيوس د ۲۰۱۹م کال د اګست پر دريمه نېټه د  8chanپه نوم د دغه هېواد د افراطي ښي اړخ د نظريو د تبادلې پر ویبسايټ د يو پوست په خپرولو سره وويل، چې هغه د نیوزيلند د کريسټچرچ (Christchurch) ښار په جومات کې د ډزو له پېښې څخه ملاتړ کوي او د هغه وضعيت په اړه يې ډېر ناخوښه دی، چې هسپانيايي الاصله وګړو تيکساس ايالت نيولی او ملي لږکيو پر سپين پوستو کلتوري او نژادي تيری کړی دی. نوموړي د ياد پوست له خپرولو وروسته د يو توپک په وړلو سره د تيکساس ايالت د الپاسو ښار پر يوې مغازې بريد وکړ او ۲۳ تنه يې ووژل. دغه پېښه له تېرو څو کلونو راهيسې په امريکا کې د افراطي ښي اړخ له زياتو ترهګريزو بريدونو څخه يوه ده.

ترهګريز بريدونه، په تيره بيا د افراطي ښي اړخ د نظريو پورته والی د امريکا پر وړاندې ډېر لوی خطر ګرځېدلی دی. په ۲۰۱۹م کال کې په دغه هېواد کې ۴۸ تنه په ترهګريزو بريدونو کې وژل شوي، چې له دې جملې څخه ۳۹ تنه د هغو کسانو له خوا وژل شوي، چې سپين پوستانو ته لومړيتوب ورکوي. که څه هم په ۲۰۲۰م کال کې په امريکا کې د ترهګريزو بريدونو شمېر لږ څه ټيټ شوی، خو عمومي رقم يې له ۱۹۹۴م کال راهيسې اوج ته رسيدلی او دوه پر درېيمه بريدونه يې د افراطي ښي اړخ د پلويانو له خوا جوړ شوي دي.

د امريکا سپين پوستو له تېرو څو کلونو راهيسې د دغه هېواد د اقتصادي وضعيت د سختوالي او د دوی د کلتوري مقام د ټيټوالي له امله د ناکامۍ احساسات او د خپل هويت د پېژندنې ستونزې پيدا کړي دي، چې دا د دغه هېواد په ټولنه کې د افراطي ښي اړخ د نظريو د پورته والي سبب ګرځېدلی دی. دغه وضعيت نه يوازې د امريکا د ټولنيز او اقتصادي جوړښت د لوی بدلون نتيجه ده، بلکې د دغه هېواد د ترهګرۍ ضد له پر له پسې “جګړو”سره نه بېلېدونکې اړيکې لري.

د امريکا حکومت د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر يوولسمې نېټې له پېښې وروسته په بهرنيو هېوادونو کې د ترهګرۍ ضد جګړو لپاره ډېره انرژي او پيسې لګلوي او له امله يې د خپل ملي اقتصاد پرمختګ تر يوې اندازې ځنډولی دی. د دې تر څنګ، د مسلمانانو په وړاندې د امريکايي سپين پوستو تعصب د دغو جګړو له امله لا سخت شوی دی. کله چې په ۲۰۰۸م کال کې  د امريکا اقتصاد د نړيوال پولي بحران تر اغېزو لاندې د چټک خرابېدو په حال کې و، د مسلمانانو په وړاندې د امريکايي سپين پوستو تعصب ګام په ګام د ټولو ملي لږکيو په وړاندې د نژاد پرستۍ په لوري بدل شوی او د افراطي ښي اړخ د پلويانو تر تحريک لاندې يې د دغه هېواد په ټولنه کې سختې نژادي شخړې او ګډوډۍ رامنځته کړي دي.

د امريکا د نظامي صنايعو تصدۍ د دغو جګړو يوازېنۍ ګټه اخيستونکې ده. د دغه هېواد نظامي صنايعو تصدۍ د ګردې نړۍ د نظامي صنايعو په بازارونو کې د مشرتوب مقام لري. په ۲۰۰۹م کال کې د امريکايي تصديو له خوا د توليد او پلورل شويو وسلو او پوځي تجهيراتو اندازې د ګردې نړۍ په عمومي ارزښت کې ۶۱ سلنه برخه ونيول. په افغانستان کې د جګړو له امله ۲۳۰۰ ميليارډه امريکايي ډالره  لګول شوي او ۸۷ سلنه يې د دفاعي چارو د هغو نړيوالو ټېکداري کمپنيو له خوا ګټل شوي، چې د ګردې نړۍ د[Mw1]  نظامي صنايعو په درجه بندۍ کې ۵ مخکښ مقامونه لري.

په امريکا کې د نظامي صنايعو تصديو د پولي ملاتړ له لارې د دغه هېواد د تګلارو د جوړولو په بهير کې د وينا حق خپل کړی دی. دغه راز د امريکا فکر، سياست او کلتور د ميلتاريزم تر اغېزو لاندې دی، چې دا د افراطي ښي اړخ د نظريو د چټک پرمختګ لپاره زمينه برابره کړې ده.

امريکا د يو لوی پوځي ماشين او د افراطي ښي اړخ نظريو د روزلو ډګر په ناوړه لاره کې ګامونه پورته کوي او دغه هېواد په دننه کې له ټوټه کېدنې او ګډوډۍ سره مخ دی.