د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې حکومتي وياند ايليجان انايت په یوه خبري ناسته کې د دې سيمې د خلکو د کاري حقونو د خونديتوب په اړه وويل، چې د بېلا بېلو قومونو خلک په خپله خوښه کارونه انتخابولای شي. د اويغوريانو په شمول د بېلابېلو قومونو د کارکوونکو بېلابېل حقونه د چين د اساسي قانون، د کار قانون، د کار د تړون قانون، جنايي قانون، د عام امنيت د ادارې قانون، د کار موندنې د هڅولو قانون او د ټولنيزو بيمو د قانون لخوا خوندیتوب لري.
نوموړي وويل، په حقیقت کې هېڅ داسي جبري کار په شینجیانګ پر یو شخص هم نه دي تپل شوي چي هغه دي د نړيوال قانون، د چين د قانون او یا هم د کار د قوانینو خلاف وي.