د يو هېواد او دوو نظامونو د تګلارې په رڼا کې د هانګانګ ډيموکراتيک پرمختګ کتاب لوستونکو ته رښتيني معلومات وړاندې کوي
CMG2021/12/27 17:57:10
شريکول:

د چين د چينګهوا پوهنتون د قانوني علم چارو پروفېسير وانګ جن مين د ډسمبر په ۲۷مه نېټه د دغه هېواد د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په يوه خبري ناسته کې ګډونوالو ته (( د يو هېواد او دوو نظامونو د تګلارې په رڼا کې د هانګانګ ډيموکراتيک پرمختګ )) په نوم د سپين کتاب په اړه معلومات ورکړل. نوموړي وويل، چې دغه سپين کتاب په ۱۸۴۱م کال کې چې کله د بريتانوي ځواکونو له خوا د هانکانګ ټاپو ونيول شو، له وخت يعنې ۱۸۰ کلونو راهيسې د هانکانګ د سياسي نظام د پرمختګ په اړه حقیقي معلومات وړاندې کړي دي.

نوموړي وويل، چې دغه کتاب د هانکانګ د ډيموکراسۍ د تاريخ، اوسني وضعيت او پرمختيايي لوري په اړه معلومات ثبت کړي او لوستونکو ته دا څرګندوي، چې کوم ډول ډيموکراسي د هانکانګ لپاره ګټوره او اغېزمنه ده او کوم ډول ډيموکراتيک نظام تمامېدای شي.