د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د
اسرائيل صدراعظم نافتالي بنيت د ډسمبر په ۲۶مه نېټه اعلان کړی، چې دغه هېواد به
په جولان لوړو کې د يهوديانو د استوګنځايونو د جوړولو
لپاره ۳۱۸ ميليونه امريکايي ډالره ولګوي او هلته به د خپلو خلکو شمېر يو برابر نور
هم زيات کړي.
نوموړي په همدې ورځ د کابينې په غونډه کې ويلي، چې په تېرو څو کلونو کې په جولان لوړو کې د يهوديانو د استوګنځايونو په جوړولو کې کوم پرمختګ نه دی شوی، نو حکومت يې پرېکړه کړې، چې په جولان لوړو کې د يهوديانو د استوګنې دوه نوې سيمې جوړې او د ځايي ښار کاڅرين مساحت نور هم پراخ کړي. (شکريه)