چين د ترانسپورټي شبکې د بشپړولو لپاره ۳۲۸۰ ميليارډه يوانه لګولي
CMG2021/12/27 12:35:46
شريکول:

چين سږ کال چين د ترانسپورټي تاسيساتو د جوړولو په مټ پرمختګ کړی او چارو يې وده کړې ده، اوس د چين ترانسپورټي شبکه بشپړه شوې او د حمل و نقل ظرفيت يې هم لوړ شوی دی. د چين د ترانسپورټ وزارت تازه شمېرې ښيي، چې دغه هېواد د سږ کال له جنورۍ څخه تر نومبر پورې پر ترانسپورتي تاسيساتو ۳۲۸۰ ميليارډه يوانه لګولي، چې له دې جملې څخه ۶۴۰ ميليارډه او ۱۰۰ ميليونه يوانه د اورګاډي پر پټليو، ۲۵۳۰ ميليارډه يوانه پر سړکونو، سمندري کرښو او ۱۰۵ ميليارډه يوانه يې پر هوايي کرښو لګولي دي. چين به سږ کال عموماً ۹۰۰۰ کليومتره ګړندي سړکونه ترميم او پراخ کړي، ۱۰۰۰ کيلومتره هوايي کرښې به په کار واچوي او د مالونو د حمل و نقل ۹ هوايي ډګرونه به جوړ کړي او په ښارونو کې به د مترو اوږدولی ۱۰۰۰ کيلومتره نور هم وغځوي. (شکريه)