د اسيا بسټيزو تاسيساتو پانګونې بانک د چين په غوښتنه جوړ
شوی لومړی څواړخيز سازمان دی. سږ کال د ياد بانک د جوړېدو له ۶ کاليزې سره برابر
دی. دغه بانک په تېرو ۶ کلونو کې څواړخيزم پلی کړی او د نړيوالې همکارۍ د هڅولو
لپاره يو نوی موډل ګرځيدلی دی.
د اسيا بنسټيزو تاسيساتو پانګونې بانک يو څواړخيز پولي بانک دی، چې په اسيا کې د اساسي تاسيساتو د ابادۍ، د بېلا بېلو هېوادونو د نښلولو او اقتصادي يووالي لپاره خدمتونه تر سره کوي. دغه بانک د ۲۰۱۵م کال په ډسمبر جوړ شوی او له وخت راهيسې، د څواړخيز پولي بانک اصولو سره سم فعاليت کوي.
دغه بانک د پرمختيايي هېوادونو او سيمو د اساسي تاسيسانو او نورو تاسيسانو د ابادۍ کېدو لپاره کوښښونه کوي. ياد بانک د سږ کال تر اکتوبر پورې په ۳۱ هېوادونو کې ۱۴۷ پروګرامونه تصويب کړي او د پانګونې عمومي ارزښت يې ۲۸ ميليارډو او ۹۷۰ ميليونو ډالره ښودل شوی دی. تېر کال ټوله نړۍ د کرونا وبا له امله له ستونزو سره مخامخ وه او دغه بانک په همدې کال کې د بېړنۍ روغتيايي پېښې د حل لپاره د ۱۰ ميليارډو ډالرو په ارزښت صندوق جوړ کړی دی.
(مينه)