سروې : پر شينجيانګ د امريکا بنديزونه د پنبې نړيوال ځنځير ويجاړوي
CMG2021/12/27 12:32:37
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د جي نان پوهنتون د خپرونې او سرحدي ادارې څيړنيزې اکاډمۍ د ډسمبر په ۲۶مه نېټه په ګوانګ جيو ښار کې د يوې سروې په خپرولو سره ويلي، چې امريکا د تش په نوم جبرني کارونو او پر بشري حقوقو د تيري په پلمه د شينجيانګ د پنبو پر پېر بنديزونه لګولي دي او د دغه هېواد دا کړنه به د پنبې نړيوال ځنځير ويجاړ کړي.

د دې سروې له نتيجې څخه څرګندېږي، چې د امريکا بنديزونو د چين د نساجۍ پر صنايعو څرګنده اغېزه نه ده کړې، خو د پنبې د نړيوالې ځنځير د ويجاړولو سبب به وګرځي. (شکريه)