چين په ايپک کې د ګډون له لارې سيمه ييز اقتصاد په خوځښت راوستلی
CMG2021/12/27 15:13:51
شريکول:

د ۲۰۲۱م کال لپاره د اسيا او ارام سمندري سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د صنعتي او تجارتي مشرانو فورم د ډسمبر په ۲۵مه نېټه د چين په پلازمينې بېجينګ کې تر سره شو.

د اسيا او ارام سمندري سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان يعنې ايپک په دغه سيمه کې د اقتصادي همکارۍ داسې سازمان دی، چې پيمانه يې ډېره لويه، غړي يې ډېر زيات او کچه يې ډېره لوړه ده. د دغه سازمان د غړيو هېوادونو او سيمو نفوس د ټولې نړۍ په عمومي نفوسو کې اته دېرش سلنه نيسي، سوداګريز اندازه يې په نړيوالو عمومي سوداګريزو اندازو کې نيمه برخه نيسي او د کورنيو توليداتو عمومي اندازه يې په نړۍ کې دوه شپيته سلنه نيسي. سږ کال په دغه سازمان کې د چين د ګډون له ۳۰مې کاليزې سره برابر دی. د شمېرنې له مخې، تر ۲۰۲۰م کال پورې، د چين او د دغه سازمان د غړيو ترمنځ سوداګريزه اندازه ۲۸۷۰ ميليارډو امريکايې ډالرو ته، له بهرنيو پانګونو څخه د واقعي استفادې اندازه ۱۲۴ ميليارډو او ۶۰۰ ميليونو ډالرو ته او د مستقيمو پانګونو اندازه ۱۱۲ ميليارډو او ۳۰۰ ميليونو ډالرو ته رسېدلې ده. د چين د سوداګرۍ وزارت معين او په نړيوالو سوداګريزو خبرو اترو د چين د استازي مرستيال وانګ شو وين وويل، چې چين په خپل هېواد کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې تر پلې کېدو وروسته لومړی د اقتصادي همکارۍ د سيمه ييز سازمان په توګه په دغه سازمان کې ګډون وکړی، چې دا د اقتصاد د نړيوال کېدو په بهير کې د چين د ګډون د ژورتيا يوه مهمه نښه ده.

د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۲م کال لپاره د دغه سازمان کلنۍ غونډه به په تايلنډ کې تر سره شي. د ۲۰۲۲م کال لپاره د دغه سازمان د صنعتي او تجارتي مشرانو د غونډې رئيس پوج ارامواټانانونټ وويل، چې دغه سازمان د بېلا بېلو هېوادونو تصديو او شرکتونو ته زيات فرصتونه برابروي. تايلنډ هيله لري، چې په راتلونکي کې له چين سره يو ځای د دغه سازمان په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د ژورتيا او پياوړتيا لپاره هڅې وکړي. (غوټۍ)