شي جين پينګ د چين د کرهنيزو چارو په اړه حکم ورکړ
CMG2021/12/27 17:45:30
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د ډسمبر له ۲۵مې نېټې څخه تر ۲۶مې نېټې پورې د کرهنيزو چارو په اړه غونډه تر سره کړه او پکې يې د کرهنيزو چارو، کليوالو سيمو او بزګرانو په اړه د حکومت د راتلونکي کال کارونه وڅېړل او چارې يې ترتيب کړې.

شي جين پينګ د کرهنيزو ځمکو پر ساتنې ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې کرهنيزې ځمکې يوازې د کرهنې لپاره بايد وکارول شي او بايد ښې کروندې پکې وشي.

شي جين پينګ دې ته اشاره کړې، چې د بېوزلۍ د ليري کولو په برخه کې د لاسته راوړنو ساتنه او پياوړتيا د کليوالو سيمو د سمسورتيا بنسټ دی او له بېوزلۍ څخه د وتلو وګړو د ژوند د لا ښه والي لپاره بايد هڅې وشي.