د شينجيانګ د بندرونو له لارې د چين او اروپا تر منځ صادراتو او وارداتو چټک پرمختګ موندلی
CMG2021/12/27 15:43:14
شريکول:



د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سږ کال له جنورۍ څخه تر نومبر پورې، د شينجيانګ د بندرونو له لارې د چين او اروپا تر منځ د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت ۲۶۱ ميليارډو او ۸۲۰ ميليونو ته رسېدلی او دغه رقم د ۲۰۲۰م کال د همدې مودې په نسبت ۳۰ سلنه زياتوالی ښيي. له دې جملې څخه د صادراتو عمومي ارزښت يې ۱۹۷ ميليارډه او ۹۱۰ ميليونه يوانه ښودل شوی، چې د ۲۰۲۰م کال په مقايسه ۲۷.۷ سلنه زياتوالی ښيي او د وارداتو عمومي ارزښت يې بيا ۶۳ ميليارډه او ۹۱۰ ميليونه يوانه ښودل شوی، چې دا د ۲۰۲۰م کال په پرتله ۳۷.۶ سلنه زياتوالی ښيي.

نړيوال تجارت د کرونا وبا د خپرېد له امله کمزوری شوی، خو د شينجيانګ د بندرونو له لارې د چين او اروپا تر منځ معاملې په چټکۍ د زياتېدو په حال کې دي. د اروموچي ګمرک د شمېرنې او ارزونې ادارې مرستيال مشر سون تاو په دې اړه وويل، چې د چين او اروپا منځ اورګاډي، د ماشين الاتو او الکترونيکي توليداتو معاملو سمسورتيا، اروپا ته د پاکې انرژۍ د توليداتو صادرېدل د چين او اروپا په صادراتو او وارداتو کې د پام وړ زياتوالی راوستلی دی. (شکريه)