چين : امريکا بشري حقونو ته سياسي رنګ ورکوي او د بشري‌ حقونو اساس ته يې زيان رسولی دی
CMG2021/12/27 15:44:18
شريکول:

د چين بشري حقونو څېړنيزې کميټې د ډسمبر په ۲۷مه نېټه (( امريکا بشري حقونو ته سياسي رنګ ورکوي او د بشري‌ حقونو اساس ته يې زيان رسولی )) راپور خپور کړی دی. په دغه راپور کې راغلي، چې امريکا د خپلو سياسي‌ ګټو د ساتنې په پار د نړیوالو بشري‌ حقونو په برخه کې سیاسي چلند کوي‌ او د بشري حقونو د نړیوالې ادارې اساس يې ويجاړ کړی دی.دا راپور وايي، چې امريکا د بشري حقونو نړیوالو چارو ته لوی ګواښ رسولی او سخته بده نتيجه يې رامنځته کړې ده.

نړيوال د امريکا د يادو کړنو له بدې نتيجې څخه خبر دي او پوهيږي، چې بشري حقونو ته بايد سياسي رنګ ور نه کړل شي او همدا د بشري حقونو د نړیوالې ادارې بنسټ دی. د بشري‌ حقونو د نړيوالو چارو د سالم پرمختګ لپاره تر ټولو مهمه چاره دا ده، چې بشري حقونو ته بايد سياسي‌ رنګ ور نه کړل شي او د داسې کړنو مخه بايد ونيول شي. (فرشته)