چين د بېوزلۍ د مخنيوي او برياليتوبونو د ساتنې لپاره ۱۵۶ ميليارډه او ۱۰۰ ميليونه يوانه لګولي
CMG2021/12/27 12:37:38
شريکول:

چين په۲۰۲۱م کال کې په لومړي ځل د بيوزليتوب د مخنيوي تګلاره او د کليو د سمسورتيا کړنلاره يو ځای کړل. د چين مرکزي حکومت د سږ کال له پيل راهيسې، د يادو دوو تګلارو د يو ځای کېدو لپاره ۳۳ اقدامات بشپړ کړي او د کليوالو سيمو د سمسورتيا لپاره يې ۱۵۶ ميليارډه او ۱۰۰ ميليونه يوانه لګولي، چې دغه رقم د ۲۰۱۹م کال په پرتله ۱۰ ميليارډه يوانه زياتوالی ښيي.

کرونا وبا لا هم په ګرده نړۍ کې د خپرېدو په حال کې ده، چې له امله يې د بيوزليتوب د مخنيوي نړيوال سرعت هم ورو شوی دی، خو چين په داسې حال کې هم د بېوزليتوب د مخنيوي پر بنسټ د کليو په سمسورتيا لګيا دی. د چين حکومت به نړيوالو ته د بيوزليتوب د مخنيوي لپاره لا زياتې چيني تجربې وړاندې کړي. (شکريه)