موږ به د کرونا وبا ضد مبارزه کې څه پايله ولرو؟
CMG2021/12/27 15:23:00
شريکول:

روغتیا نړیوال سازمان تازه راپور ورکړی، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د ډسمبر تر ۲۳مې نېټې پورې، په ګردې نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۲۷۰ میلیونو څخه زیات شوی او د دغې وبا له امله د مړينې عمومي شمېر ۵ میلیونو او ۳۷۰ زرو ته رسېدلی دی.

تر اوسه پورې، د نړۍ په څه باندې سلو هېوادونو او سيمو کې د کرونا د اومیکرون ویروس پېښې ثبت شوې دي او په امريکا کې بيا پر کرونا وبا د اخته کسانو ورځنی شمېر له سلو زرو څخه هم اوښتی دی.

کرونا وبا لا هم په ګردې نړۍ کې په  چټکۍ خپرېږي او د خلکو پر ژوند او توليد يې ډېرې منفي اغېزې کړې دي، چې له امله يې د خلکو د ژوند بڼه هم تر یوې اندازې پورې بدله شوې ده.

د کرونا وبا تر رامنځته کېدو راهيسې، بېلا بېلو هېوادونو د دغې وبا پر ضد د مبارزې لپاره زيات کوښښونه او هڅې کړې دي او ټول په دې پوهيدلي، چې د دغې وبا ضد مبارزه کې بايد اوږه په اوږه همکارۍ ترسره کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مدير الدهام تدريس ويلي، چې په بېلا بېلو هېوادونو او سيمو کې د کرونا وبا د خپرېدو حالات بدل دي، نو ټول هېوادونه بايد زياتې خپلمنځي اغېزمنې همکارۍ وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټریس په خپلو خبرو کې ويلي، چې د کرونا وبا ضد د مبارزې لپاره تر ټولو اغېزمنه وسله دا ده، چې خلک واکسين وکړي او ټول هېوادونه بايد د همکارۍ او همغږۍ په برخه کې لوی ګامونه پورته کړي، تر څو د دغې نړیوالې ننګونې پر وړاندې ډله ييزه مبارزه وشي.

که څه هم علمي وسله یعنې واکسین د کرونا وبا ضد د مبارزې لپاره تر ټولو اغېزمنه وسیله ده، خو په ځينو بېوزلو او وروسته پاتې هېوادونو کې خلکو ته د واکسین ورکولو اندازه ډېره ټېټه ده او د ځايي وګړيو ژوند او روغتیا يې له سخت ګواښ سره مخ کړي دي. د روغتیا نړیوال سازمان چارواکي وايي، چې د امريکې په شمول د ځينو شتمنو هېوادونو مرستنه شوی واکسین بسنه نه کوي.

د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د ملګرو ملتونو د ۷۶ مې اسامبلۍ په عادي بحث کې ويلي، چې واکسین د کرونا وبا ضد د مبارزې اغېزمنه وسله ده، نو بايد دغه واکسین د نړۍ عامه تولیدات وبلل شي او هر څوک بايد ورته لاسرسی ولري. اوسمهال بېړنی کار دا دی، چې په ګردې نړۍ کې باید واکسین عادلانه او مساوي وویشل شي.

چین خپله ژمنه پوره کړې

چین د ډسمبر تر ۳مې نېټې پورې، شاوخوا ۱۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ته څه باندې ۱ ميلیارډ او ۸۵۰ ميلیونه واکسینونه برابر کړي دي.

۲۰۲۲م کال به ژر پيل  شي، خو موږ څنګه کولی شو، چې د کرونا وبا له منفي اغېزو څخه ځانونه وساتو؟

د روغتیا نړیوال سازمان د بېړني روغتیايي پروګرام تخنیکي مسئولې ماریا وان کیرخوف څو ورځې مخکې ويلي، که د کرونا وبا د خپرېدو حالت تر کنټرول لاندې راوستل شي او د دغې وبا له امله د مړينې انډول ټيټ شي، نو کرونا وبا ښايي په ۲۰۲۲م کال کې ختمه شي.

پروا نه کوي، چې انسانان له کوم ډول ننګونې سره مخ دي، خو ټول بايد د دې وبا  پر وړاندې د مقابلې لپاره تر وسې پورې کوښښونه وکړي. د کرونا وبا له منفي اغېزو سره سره، ځينې نوي تخنيکونه رامنځته شوي او ښه وده يې کړې ده. د ساري په توګه، د ځيرکو ماشینونو له لارې د توکو د ليږدولو او انلاین سوداګرۍ په شمول ډيجټلي اقتصاد چې د پرمختګ ستر پټ ځواک يې ښکار کړی، یادولی شو.