ايران: د اټومي خبرو ګډونوال به نوې ګډې مسودې ته پاملرنه وکړي
CMG2021/12/28 10:41:41
شريکول:

د سینهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امیر عبداللهيان د ډسمبر په ۲۷مه نېټه ويلي، چې د ايران د ذروي مسئلې د تړون اړوندو خواوو په همدې ورځ د اطريش په پلازمينه ويانا کې د خبرو اترو اتم پړاو پيل کړی او ګډونوال به يې په عمده توګه د نوې ګډې مسودې په باب بحث وکړي.

د ايران مطبوعاتي تلويزيون په همدې ورځ د عبداللهيان په قول خبر ورکړی، چې دغه مسوده چې د يادو خبرو اترو په تېر پړاو کې لاسليک شوې وه، پر ايران له لګيدلو بنديزونو او ذروي څارنې سره تړاو لري. د دغو خبرو اترو په نوي پړاو کې به ګډونوال يادې مسودې ته پاملرنه وکړي. نوموړي تر ټولو مهمه موضوع دا ياده کړې، چې ایران به د يادې مسودې له مخې په راتلونکې کې له محدوديتونو او بنديزونو پرته نفت وپلورلی شي، خو اخيستل شوې پيسې به يې په بهرنيو اسعارو د ايران په بانکي حساب کې زيرمه شي.