د عراق سترې محکمې د پارلماني ټاکنو وروستۍ پايلې تصويب کړې
CMG2021/12/28 15:00:37
شريکول:

د عراق سترې محکمې د ډسمبر په ۲۷ مه نېټه د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې تصویب کړې.

د دې هيواد پارلماني ټاکنې په تېر اکتوبر کې شوې وې..

 الفتح ګوند له سترې محکمې غوښتي وو، چې د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې تصویب نه کړي، خو سترې محکمې د ياد ګوند غوښتنه رد او بې ځايه وبلله او د ټاکنو وروستۍ پایلې يې تصویب کړې.

د عراق د شعيه ګانو مذهبي مشر مقتد الصدر د يوې اعلاميې په خپرولو سره د سترې محکمې له لوري د پارلماني ټاکنو د وروستيو پايلو د تصويب هرکلی کړی دی. نوموړي غوښتنه کړې، چې نوی حکومت دې ژر جوړ شي، څو د عراق سوله او ثبات وساتل شي.