انتونيو ګوټريس: نړيواله ټولنه دې د ساري ناروغيو د مخنيوي لپاره يووالی وساتي
CMG2021/12/28 10:45:57
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتريس د ډسمبر په ۲۷مه نېټه د ساري ناروغيو د مخنيوي په دوهمې نړيوالې ورځې کې په يوې ويډيويي وينا کې نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه، چې د بېلا بېلو ساري ناروغيو د مخنيوي لپاره ګډې هڅې وکړي.

نوموړي ويلي، چې له کرونا وبا څخه ښکاري، چې هر ډول ساري ناروغۍ د نړۍ ګوټ ګوټ ته په چټکۍ خپرېدای شي او له امله به یې نه يوازې روغتيايي سيستم سقوط، بلکې د خلکو ورځني ژوند ته هم زيانونه رسولی شي.

هغه زياته کړې، چې نړيوالو له وروستيو بېړنيو روغتيايي پېښو څخه عبرت نه دی اخيستی او د ساري ناروغيو د خپرېدو د مخنيوي په برخه کې يې پوره تياريانې نه دي نيولي.

کرونا وبا د انسانانو پر وړاندې وروستۍ وبا نه ده، بلکې نړيواله ټولنه بايد د راتلونکو ممکنو روغتيايي بحرانونو د حل لپاره غوره اقدامات وکړي.(غاټول)