چين: په نوي کال کې به د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ پروژې روانې وي
CMG2021/12/28 10:43:56
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د ډسمبر په ۲۷مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ پروژې به په ۲۰۲۲م کال کې هم روانې وي او په پر له پسې توګه به ډېرې لاسته راوړنې ترې ولري.

د چين حکومت د ډسمبر په ۲۴مه نېټه د کيوبا له حکومت سره د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ همکاريز سند لاسليک کړی دی. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان په دې اړه يادې څرګندونې وکړې.

هغه زياته کړې، چې چين د کيوبا له پرمختيایي پلان سره سم څو همکاريزې برخې د يو کمربند او يوې لارې د مهمو همکاريزيو برخو په توګه په ياد همکاريز سند کې شاملې کړي، چې دا به د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د ګډو نظریو د پلي کولو، دوه اړخیزې همکارۍ او دوستۍ لپاره ګټورې وي.(غاټول)