د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د اټومي تړون د ارتباطاتو کمېټې د سياسي برخې د عمومي رياست غونډه د ډسمبر په ۲۷ مه نېټه په ويانا کې تر سره شوه او د دغه تړون د بيا پلي کېدو په اړه د امريکا او ايران تر منځ د ۸ م پړاو خبرو اترو د پيل اعلان يې وکړ.
د اروپايي ټولنې د بهرنيو عملياتو پروګرام مرستيال سرمنشي انريک مورا د دغې غونډې مشري کوله او د ايران، روسيې، بريتانيا، فرانسې او جرمني استازو پکې برخه اخيستې وه. په ويانا کې د ملګرو ملتونو په چارو کې د چين دايمي استازي وانګ چون هم په دغه غونډه کې ګډونو کړی و.
(مينه)