د امريکا حکومت په دې وروستيو کې
پرېکړه کړې، چې خپلو لوبغاړو ته د امنيتي او طبي خدمتونو د برابرولو لپاره به د دغه
هېواد د بهرنيو چارو وزارت او دفاع وزارت ۱۸ چارواکي د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو
ته ولېږي او له دې وروسته به له چين څخه د کابو ۴۰ تنو نورو حکومتي چارواکو د ويزې
غوښتنه وکړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د ډسمبر په ۲۷مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې ياد خبر تاييد کړ او و يې ويل، چې د اړوندو امريکايي چارواکو د ويزو د اخيستلو غوښتنليکونه چين ته سپارل شوي. امريکا مخکې د سياسي دسيسې په موخه د چين له بلنې پرته يوه ډرامه جوړه کړې وه، او ويلي يې وو، چې دغه هېواد به د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو ته به حکومتي استازي و نه لېږي. چين به له نړیوالو اصولو سره سم د امريکا ياده غوښتنه حل کړي. (شکريه)