
۱. چين د نړيوال پرمختګ پېشنهاد وړاندې کړی او د واقعي څو اړخيزتوب د عملي کولو او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو هڅونه کوي.

۲. د کرونا وبا د خپرېدو پر وړاندې د واکسین غیر عادلانه وېش او د ویروس سرچینې د لټون سیاسي کول د وبا ضد نړیواله پروسه ګواښي.

۳. چين او روسيې د دواړو هېوادونو د ښه ګاونډيتوب او همکارۍ د تړون د تمديد اعلان کړی. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې په یوویشتمې پېړۍ کې د نړیوالو لویو هېوادونو ترمنځ د اړيکو يوه نمونه ګرځېدلې ده.

۴. امریکايي ځواکونه په عاجله توګه له افغانستانه وتلي. د افغانستان په راتلونکي پرمختگ کې فرصتونه او ننګونې په ګډه شتون لري.

۵. د امريکا او اروپا په لويو اقتصادونو کې د انفلاسيون کچه په پرله پسې توګه لوړه شوې. د چين بهرنۍ سوداګرۍ له اتلسو مياشتو راهيسې مثبته وده کړې چې د نړيوال اقتصاد بيا رغونه يې پياوړې کړې ده.

۶. روسیې د لوېدیځو هیوادونو لپاره "سره کرښه" ټاکلې او له امریکا او ناټو څخه غواړي چې امنیتي او قانوني خوندیتوب چمتو کړي.

۷. د امریکا کانگرس کې لاریونونه د پنځو کسانو د مړینو او سلګونو ټپیانو لامل شوی او د امریکا ډیموکراسي سقوط شوی.

۸. د امریکا، بريټانیا او اسټرالیا ترمنځ د اټومي اوبتل تړون د اټومي وسلو د نه خپرېدو په نړيوال سیسټم باندې سخته اغیزه کړې او د جاپان پریکړې چې سمندر ته د اټومي ککړو اوبو ایستل نړیوال مخالفتونه راپورته کړي.

۹. د ملګرو ملتونو COP15 او COP26 کنفرانسونه یو په بل پسې ترسره شوي او د ژوند او پيدايښت د متنوعيت د ساتنې پیاوړتیا او له اقلیمي بدلون سره گډه مبارزه نړیواله گډه نظریه گرځېدلې ده.

۱۰. "يووالی" د اولمپیک شعار کې لیکل شوی، ترڅو انسانان هڅوي چې لاس په لاس مخ ته لاړ شي، د ملګرو ملتونو د ۷۶مې دورې عمومي اسامبلې د بېجينګ د اولمپيک د ژمنيو لوبو په ترڅ کې د اوربند پرېکړه ليک تصويب کړی او د بېجینگ د اولمپیک د ژمنیو لوبو ملاتړ څرګند کړی.