د افريقايي الاصله امريکايانو وزګاري د لوړېدو په حال کې ده
CMG2021/12/28 14:51:24
شريکول:

د بريتانيا ګارډين ورځپاڼه د اقتصاد پوهانو په قول ويلي، چې په نړۍ کې استخدامي چارې بیا د سمسورتيا په حال کې دي، وزګاري په تېر نومبر کې ۴.۲ سلنه ټيټه شوې، خو د افريقايي الاصله امريکايانو وزګاري لا هم د لوړېدو په حال کې ده.

د مالوماتو له مخې، په تېر نومبر کې د تور پوستو امريکايانو وزګاري ۶.۷ سلنه او د سپين پوستو امريکايانو وزګاري ۳.۵ سلنه ښودل شوې ده.
(شکريه)