چین خپل هېواد ته د بهرنیو پانګو د ننوتو نوي منفي ليستونه خپاره کړل
CMG2021/12/29 12:07:11
شريکول:

د چین د پرمختګ او اصلاحاتو دولتي کمیسیون او د سوداګرۍ وزارت د ډسمبر په ۲۷مه نېټه د ۲۰۲۱م کال لپاره د ټول هېواد او د ازادې سوداګرۍ ازمويښتي سيمو ته د بهرنیو پانګو د داخلېدو دوه نوي منفي ليستونه خپاره کړل. دغه دوه منفي ليستونه به د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه رسمي تطبیق شي. دغه دواړه منفي لیستونه د ۲۰۲۰م کال په نسبت نور هم لنډ دي، چې مادې يې په جلا جلا توګه له ۳۳ څخه ۳۱ ته او له ۳۰ څخه ۲۷ ته کمې شوې دي. چین دا ځل د مسلسلو ۵ کلونو لپاره د یادو دواړو منفي لیستونو مادې کمې کړې دي. (هيله)