ايراني رسنۍ: د امريکا پوليس له زور څخه ناوړه استفاده او جرمونه تر سره کوي، خو سزا يې نه ويني
CMG2021/12/29 15:22:27
شريکول:

تهران ټايمز ورځپاڼې په يو راپور کې ويلي، چې د امريکا پوليس په حقيقت کې د قاضي، منصفه پلاوي او وژونکي په توګه خپل حقونه تطبيق کوي، له زور څخه ناوړه او افراطي استفاده او جرمونه تر سره کوي، خو دوی ته بيا د خپلو کړنو سزا نه ورکول کېږي.

په ياد راپور کې راغلي، چې د پوليسو د تاوتريخوالي نقشه (( Mapping Police Violence )) ښيي، چې کله سپين پوستي پوليس د تېر کال په مۍ میاشت کې افريقايي الاصله امريکايي وواژه، له هغې راهيسې د امريکا پوليسو ۱۶۴۶ کسان وژلي‌ دي.