په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۲۸۰۱۱۹۹۳۱ ته رسېدلی
CMG2021/12/29 10:57:12
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د ډسمبر په ۲۸ مه نېټه د يو لړ تازه شمېرې خپرې کړې، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د روانې مياشتې د ۲۸ مې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او ۵۰ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۴۵۵۹۴۴ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۲۸۰۱۱۹۹۳۱ ته رسېدلی دی. په همدې مودې کې د دې ويروس له امله د مړو شويو کسانو شمېر ۴۵۰۱ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۵۴۰۳۶۶۲ ته رسېدلی دی.

(مينه)