په سوډان کې د سرو زرو کان د نړېدو له امله ۳۸ تنه مړه شوي
CMG2021/12/29 11:20:24
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سوډان د کاني زيرمې شرکت د ډسمبر په ۲۸ مه نېټه خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې يو سرو زرو کان نړېدلی دی او له امله يې لږ تر لږه ۳۸ تنه مړه شوي او زيات کسان ټپيان شوي دي. 

د مالوماتو له مخې،  ژغورونکو په سيمه کې د ژغورنې کارونه روان کړي او ټپيان يې روغتون ته ليږدولي دي.

(مينه)