د فلسطين ولسمشر محمود عباس د اسرائيلو له دفاع وزيربنجامين ګانټز سره وکتل
CMG2021/12/29 15:09:02
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيلو دفاع وزارت د ډسمبر په ۲۸مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دفاع وزير ګانټز په همدې ورځ د فلسطين له ولسمشر محمود عباس سره کتلي او د امنيتي او ملکي چارو په اړه يې ورسره خبرې کړې دي.

اسرائيلي خبري رسنيو خبر ورکړی، چې د نوموړو دواړو خواوو ترمنځ کتنه د ګانټز په کور کې تر سره شوې او دغه کتنه د اسرائيلو د صدراعظم نافتالي بينيټ له خوا په منظورې شوې ده.

د اسرائيلو د دفاع وزارت په اعلاميه کې راغلي، چې ګانټز له عباس سره کتنه کې ويلي، چې اسرائيل به په پر له پسې توګه د اقتصاد او ملکي چارو په برخو کې د اعتبار اقدامات تر سره کړي او نوموړي د امنيتي چارو په اړه د همغږۍ پياوړتيا، د ثبات ساتنه، د ترهګرۍ او زورزياتي مخنيوی د دواړو خواوو ګډې ګټې بللې دي.