د امريکا جان هاپکينز پوهنتون د جنورۍ په ۲۷ مه نېټه د يوې تازه شمېرې په خپرولو سره ويلي، چې په دغه هېواد کې پر کرونا وبا د اخته کسانو ورځنی شمېر له ۵ لکو او ۱۰زرو څخه زيات شوی او عمومي شمېر يې ۵۱۲۵۳۳ ته رسېدلی دی. دغه ورځنی شمېر په دغه هېواد کې د کرونا وبا د خپرېدو راهسيې تر ټولو زيات دی.
د مالوماتو له مخې، د امريکا پر وخت د روانې مياشتې د ۲۸ مې نېټې تر ۱۴ بجو او ۲۱ دقيقو پورې په دغه هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو عمومي شمېر له ۵ ميليونو او ۳۰ لکو څخه زيات ښودل شوی او د دغه ويروس له امله د مړو شويو کسانو شمېر پکې بيا له ۸ لکو څخه هم اوښتی دی.
(مينه)