بېجینګ: د چین او روسيې د نوې زمانې هراړخيزې ستراتيژيکې اړيکې ډېرې کلکې دي
CMG2021/12/29 12:00:48
شريکول:

د روسيې د بهرنیو چارو وزير سیرګې لافروف د ډسمبر په ۲۷مه نېټه ويلي، چې لوېديځ هېوادونه نه غواړي په نړيواله صحنه کې سیال ولري، نو ځکه دوی د چین پرمختګ نه شي زعملی. چین د غربي هېوادونو د لوبې اصول پېژندلي او دغو هېوادونو ته يې ماتې ورکړې ده.  

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند جاو لي جیان د ډسمبر په ۲۸مه نېټه په یوه خبري ناسته کې د لافروف د یادې وینا په اړه وويل، چې موږ د وزير لافروف څرګندونې ستایو، په نوې زمانه کې د چین او روسيې ترمنځ هراړخيزې ستراتيژيکې اړیکې ډېرې کلکې دي. چین تل خپلواکې او ازادې دیموکراتیکې تګلارې غوره کړي او د نړۍ د سولې او پرمختګ، د نړیوالو نظامونو د ساتلو، د نوي ډول نړیوالو اړیکو د هڅولو او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو لپاره يې ستر خدمتونه کړي دي. (هيله)