اسرائيل د سوريې پر لتګیا بندر بمباري کړې
CMG2021/12/29 11:38:17
شريکول:


د سين هوا اژانس د خبر له مخې، اسرائيل د ډسمبر په ۲۸مه نېټه د سوريې پر لتکیا بندر بمباري کړې، چې له امله يې د دغه بندر کانټينرونه  سوځيدلي او سخت زیانونه يې اړولي دي. 

د سوريې خبري اژانس د دغه هېواد د پوځي سرچینې په قول خبر ورکړی، چې اسرائيلي ځواکونو د همدې ورځې د ماسپښين په ۳ بجو او ۲۱ دقيقو، د سوريې پر لتکیا بندر بمباري کړې چې له امله يې سخت مالي زیانونه رامنځته شوي دي. په دغه برید کې بندر ته نږدې یو روغتون او ځينې مغازې هم  ویجاړې شوې دي. (هيله)