ايران: د اټومي تړون د بيا پلي کولو خبرې اترې په ښه لوري روانې دي
CMG2021/12/29 11:27:35
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان د ډسمبر په ۲۸ مه نېټه وويل چې د ايران د اټومي تړون اړوندو خواوو په ويانا کې د دې تړون د بيا پلي کولو په اړه خبرې اترې پيل کړي او په ښه لورې روانې دي.

نوموړي په همدې ورځ د ايران په پلازمينه تهران کې وويل، د ايران د اټومي تړون د بيا پلي کولو په اړه د اتم پړاو خبرو اترو په ترڅ کې، د ايران استازو نوې ګډې مسودې ته پاملرنه اړولې. ګډونوالو هم په مسودې کې د ايران وړاندې شويو مسئلو ته پام کړی او په خبرو اترو کې يې د نظر پر توپيرونو بحثونه کړي دي. په دغه خبرو کې د اروپايي ټولنې د بهرنيو عملياتو پروګرام مرستيال سرمنشي انريک مورا همغږۍ رول لوبوي.

عبدللهيان زياته کړې، که اړوندې خواوې ټينګ هوډ او ښه نيت وښيي، ممکنه ده چې په نژدې راتلونکې کې نوې ګډې موافقې ته ورسيږي.

(مينه)