د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د ډسمبر له ۲۷مې نېټې څخه تر ۲۸مې نېټې پورې د دغه ګوند د تاريخ د زده کړو په اړه يوه غونډه تر سره کړې او پکې يې په تېر يو کال کې د سياسي بيورو د ابادۍ وضعيت او لاسته راوړنو ته بيا کتنه کړې او خپلې نيمکړتياوې يې تر تدقيق لاندي نيولې دي. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سرمنشي شي جين پينګ د دغې غونډې مشري کړې او وينا يې هم کړې ده.
نوموړي ويلي، چې د چين کمونېست ګوند په تېرو سلو کلونو کې د چينايانو په لارښوونې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي او ډېرې ارزښتناکې تجربې يې راغونډې کړي دي. نړموړي پر دې ټينګار کړی، چې د دغه ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو بايد له تېر سل کلن مزل څخه پوهه او قوت تر لاسه کړي او خپل پرمختګ او ابادي دې پياوړې کړي.