لويديځو هيوادونو افريقا ته د کرونا ضد واکسين ورکړی، خو تاريخ به يې ژر تېر شي
CMG2021/12/29 14:47:52
شريکول:

دا د واکسين ملتپالنه ده.  پرمختللو هېوادونو د کرونا ضد واکسينونه کنټرول او زېرمه کړي دي. د دغو واکسينونو تاريخ به ډېر ژر تېر شي، دوی مونږ ته را ډالۍ کړل، چې پکې د ځينو واکسینونو د اعتبار موده يوازې دوه اوونۍ پاتې ده.

دا د نايجريا د روغتيا ملي ادارې رئيس فېصل شعيب خبرې دي. اروپا د روان کال په اکتوبر کې نايجريا  ته دوه ميليونه او ۵۰۰ زره ډوزه د استرازينيکا شرکت د کرونا ضد واکسينونه وسپارل، چې د نيمو واکسينونو د اعتبار موده په تېر نومبر کې پای ته رسيدلې ده او د نايجريا حکومت تېره اوونۍ اړ شو، چې تاريخ تېر ټول واکسينونه له منځه يوسي.

نايجريا د افريقا تر نورو هېوادونو ډېر نفوس لري او دغه هېواد ته د واکسين له منځه وړل يوه ډېره ستونزمنه پرېکړه ده. په نايجريا کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر له ۲۳۰ زرو څخه زيات شوی او اوس پکې د کرونا وبا څلورمه څپه روانه ده او هره ورځ تر ۱۰۰۰ ډېرې مثبتې پېښې پکې ثبتيږي. په دغه هېواد کې يوازې ۶٪ خلکو ته واکسين تزريق شوی او لا هم ډېر خلک واکسين ته په تمه دي.

له بدمرغه نايجريا يوازينی هېواد نه دی؛ لويديځ ډېرو هيوادونو ته د کرونا داسې واکسينونه ورليږلي، چې تاريخ به يې ډېر ژر پای ته ورسيږي.

روغتيا نړيوال سازمان د روان کال په جولای کې يوه شمېرنه وکړه او  نتيجه يې ښيي، چې ۸ افريقايي هېوادونو داسې د کرونا ضد واکسينونه ترلاسه کړي، چې تاريخ به يې ژر پای ته ورسږي. له دې نه مخکې مالاوي، جنوبي سوډان او يو شمېر نور هېوادونه هم اړ شوي وو، چې تاريخ تېر واکسيونونه له منځه يوسي.

 د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ رئيس عبدالله شاهد وايي، د روان کال تر پايه پورې به د افريقا  يوازې ۵ هېوادونه وتوانيږي، چې د واکسين تطبيق موخې ته ورسيږي، يعنې خپلو ۴۰٪ خلکو ته به واکسين تزريق کړي. نوموړي وويل، چې له افريقايي هېوادونو سره د واکسين مرسته د کرونا وبا ضد نړيوالې مبارزې لپاره ډېر مهم کار دی.

اروپايي هېوادونو پخوا له نورو هېوادونو سره د واکسين هيڅ مرسته نه کوله، خو اوس يې له افريقايي هېوادونو سره داسې مرسته کړې، چې له شکه پرته د اروپايي هېوادونو د بدلون ښه خبر بلل کيږي، خو دوی بايد نه يوازې د واکسين شمېر، بلکې کيفيت يې هم بايد تضمين کړي. که چېرې د دوی مرسته شوی واکسين ونه کارول شي، نو د ډونارانو پر صميميت به شکونه پيدا شي. د مالاوي ولسمشر چاکويرا وايي، زه نه غواړم چې خلک داسې فکر وکړي چې موږ هرڅه غواړو، موږ د کثافاتو ډګر نه يو.

په افريقايي هېوادونو کې د تاريخ تېرو واکسينونو له منځه وړل د لويديځ ملتپالنه منعکسوي.

د امريکا د ناروغيو کنټرول او مخنيوي مرکز شمېرنه ښيي، چې د روان کال له مارچ څخه تر سپتمبر پورې په دغه هېواد کې تر ۱۵ ميليونو او ۱۰۰ زرو ډوزو ډېر واکسينونه ضايع شوي، چې دغه شمېر په ډېرو مخ پر ودې هېوادونو کې تر کارول شوو واکسينونو هم زيات دی. د جنوبي افريقا ولسمشر رمافوسا وايي، شتمنو هېوادونو د خپل نفوس تر اړتياوو ډېر واکسينونه فرمايش کړي، کله چې موږ واکسينونه غوښتل، ډېر کم يې راکول، دوی حرص اخيستي او موږ ډېر مايوس يو.

د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د واکسين د تطبيق لوی توپير د کرونا وبا ضد د نړيوالې مبارزې تر ټولو لويه ستونزه ده. نړيواله ټولنه په تېره بيا لوی هېوادونه مسئوليت لري، چې له بېوزلو هېوادونو سره مرستې وکړي. ځينو لويو هېوادونو په دې برخه کې ښه کارونه کړي دي. د بېلګې په توګه چين د تېر نومبر پورې له افريقا سره د ۱۸۰ ميليونو ډوزو واکسينونو مرسته کړې او پر ټولو افريقايي هېوادونو يې تقسيم کړ. د چين او افريقا  د همکارۍ فورم د وزيرانو په اتمه غونډه کې د چين استازي اعلان وکړ، چې له افريقا سره به د نور يو ميليارډ ډوزو واکسينونو مرسته وکړي.  يوګانډا، زيمبابوي او موزامبيک ته د چين د نوې مرستې واکسينونه رسېدلي دي. د يادونې وړ دا ده، چې د چيني واکسينونو د اعتبار موده له ۲ کلونو څخه تر ۳ کلونو پورې ده او د ليږد او زېرمې لپاره هم ډېر محدوديتونه نه لري او د بېوزلو هېوادونو اړتياوې پوره کولی شي.

افريقا د نورو هېوادونو رياکارانه تمثيل ته نه، بلکې صميمي مرستو ته اړتيا لري، لويديځ هېوادونه بايد خپل مسئوليت پرغاړه واخلي او د کرونا وبا ضد نړيوالې مبارزې لپاره بايد رښتيني اقدامات غوره کړي. که په يو هېواد کې هم کرونا وبا دوام ولري، نو ټوله نړۍ به  په امن کې پاتې نه شي او له اړمنو هېوادونو سره مرسته له ځان سره د مرستې معنا لري.