چين په لومړي ځل د صادراتو د کنټرول او محدوديتونو سپين کتاب خپور کړ
CMG2021/12/29 16:13:34
شريکول:

د چين دولتي شورا د ډسمبر په ۲۹مه نېټه د دغه هېواد د صادراتو د کنټرول او محدوديتونو سپين کتاب خپور کړ.

 نوموړی کتاب د صادراتو د کنټرول او محدوديتونو په برخه کې د چين لومړی سپين کتاب دی، چې د صادراتو د کنټرول او ادارې په اړه د دغه هېواد د دريځ، نظام او کړنو معلومات او د نړيوالې سولې او پرمختګ او د ملي او نړيوال امنيت د ساتلو لپاره د چين نظريې او تدبيرونه پکې بيان شوي دي.

د صادراتو کنټرول او محدوديتونه په دې معنا دي، چې چين به د نظامي او ملکي برخو د موادو او پوځي او اټومي توکو په شمول د ملي امنيت او ګټو او د ذروي وسلو د نه خپرېدو د نړيوال مسئوليت په تړاو د توکو، تخنيکونو او خدمتي چارو پر صادراتو بنديزونه ولګوي او يا به د محدوديتونو تدابير ونيسي، دا په نړيواله ټولنه کې د منلو وړ او مروج کار دی.