وانګ يي: چين به له افغانانو سره دوستانه تګلارې ته دوام ورکړي
CMG2021/12/30 15:22:53
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ډسمبر په ۳۰ مه نېته له سينهوا خبري اژانس او سي اېم جي سره د مرکې پر مهال ويلي، چې هېواد به يې له افغانانو سره دوستانه تګلارې او د دغه هېواد د ټولشموله سياسي جوړښت ملاتړ ته دوام ورکړي.
نوموړي په همدې ورځ د ۲۰۲۱م کال د نړيوالو حالاتو او ډيپلوماتيکو چارو په اړه له يادو خبري رسنيو سره نظرونه شريک کړل. 
نوموړي د مرکې پر مهال د افغانستان موضوع هم ياده کړه او ويې ويل، چې اوسمهال افغانستان د اقتصاد، د خلکو د ژوند، امنيت او ادارې په برخو کې له ډېرو سختو ستونزو سره مخ دی، چين به له ټولو افغانانو سره دوستانه تګلارې ته دوام ورکړي او د افغانستان د ټولشموله سياسي جوړښت، د کورنیو حالاتو د ارامولو او بيارغونې په برخو کې به ورسره همکاري وکړي.
نوموړي پر دې ټينګار وکړ، چې د نړۍ لوي هېوادونه د نړیوالې سولې او ثبات د ساتلو ځانګړی مسئوليت لري او بايد د مهمو موضوعاتو د حل وفصل په بهير کې د عدالت پر اوصولو ټينګار وکړي او خپلې پټې ګټې بايد ونه لټوي. دغه راز نړۍ بايد د سولې هڅې ونه سپموي او له زور څخه بايد ناوړه استفاده ونه کړي، جنجالونه دې د خبرو له لارې حل کړي او کوم هيواد باید پر نورو کورکورانه بنديزونه ونه لګوي. 
وانګ يي زياته کړه، چې چين به د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره د نړيوالې او سيمه ييزې سولې لپاره زيات کارونه وکړي.