د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز پروژې غوره
پاکستاني کارکوونکيو ته د جايزې ورکولو مراسم د ډسمبر په ۲۹مه نېټه په اسلام اباد
کې د چين په لوی سفارت کې تر سره شول، چې پکې د ګوادر بندر د ابادۍ، د بنسټيزو
تاسيساتو د جوړونې، انرژۍ او مسلکي همکاريو غوره پاکستاني کارکوونکو ته جايزې ورکړل
شوې.
په پاکستان کې د چين لوی سفير نونګ ژونګ وويل، د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز د ابادۍ په برخه کې برياليتوبونه د چيني او پاکستاني کارکوونکو د ګډو کوښښونو په رڼا کې رامنځته شوي دي. هغه وويل، چې چين د پاکستان له حکومت څخه مننه کوي، چې د دې دهليز ابادۍ ته يې په درنه سترګه ليدلي او د اړوندو پروژو د پرمخبيولو لپاره يې مهم رول لوبولی دی.
د پاکستان د پلان، پرمختګ او ځانګړو پروژو وزير اسد عمر وويل، چې د چين او پاکستان تر منځ اقتصادي دهليز ته د پاکستان په انکشافي نقشه کې لومړيتوب ورکړل شوی او د دې دهليز په ابادۍ کې د نورو هېوادونو د ګډون هرکلی کوي. (شکريه)