پوتين : د نارډ سټريم - ۲ ((Nord Stream-2 )) په نوم د طبيعي ګاز د پايپ لين پروګرام بشپړ شوی
CMG2021/12/30 11:28:00
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د ډسمبر په ۲۹مه نېټه ويلي، چې د نارډ سټريم - ۲ ((Nord Stream-2 )) په نوم د طبيعي ګاز د پايپ لين پروګرام بشپړ شوی دی. که اروپا دغه پروګرام ته اجازه ورکړي، روسيه به سمدلاسه د طبيعي ګازو پر ليږد کار وکړي. که ياد پروګرام په کار واچول شي، نو روسيه به هر کال ۵۵ ميليارډه مکعب متره طبيعي ګاز اروپا ته ولېږدوي او اروپايي هېوادونو کې به د طبيعي ګازو بيه ټيټه کړي. (شکريه)