د بېجينګ اولمپيک د ژمنيو لوبو مقدماتي چارې په سالم ډول روانې دي
CMG2021/12/30 11:26:12
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د ډسمبر په ۲۹مه نېټه وويل، اوس د بېجينګ اولمپيک د ژمنيو لوبو مقدماتي چارې وروستي پړاو ته رسېدلي او بېجينګ به نړۍ ته خوندي او په زړه پورې اولمپيک لوبې وښيي.

د اولمپيک نړيوالې ټولنې پخواني مرستيال رئيس ديک پوند په دې وروستيو کې په يوه مرکه کې ويلي، چې د بېجينګ اولمپيک د ژمنيو لوبو په مقدماتي کارونو کې هيڅ ستونزه نشته، چين توان لري، چې په زړه پورې اولمپيک لوبې تر سره کړي.

جاو لي جيان په دې اړه وويل، چين لوی هېواد دی او د سپورټ ډېر مينوال او د نړيوالو سپورټي لوبو د تر سره کولو تجربې لري او همدا سبب دی، چې بېجينګ د ژمنيو لوبو د کوربه ښار په توګه ټاکل شوی دی. اوس د ټولو سټوډيومونو د جوړولو کارونه بشپړ شوي دي. (شکريه)