وانګ يي د چين د ۲۰۲۲م کال د بهرنيو چارو ۸ مهم کارونه بيان کړل
CMG2021/12/30 17:27:07
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ډسمبر په ۳۰مه نېټه د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره په مرکې کې وويل، چې چين به په ۲۰۲۲م کال کې د دوهمې سل کلنې موخې د پوره کولو مزل پيل کړي او په بهرنيو چارو کې به د ۸ مهمو کارونو لپاره هڅې وکړي.

لومړی، د چين د بهرنيو چارو وزارت به د چين کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس لپاره مثبته بهرنې فضا برابره کړي. دوهم، دغه وزارت به د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره ښه خدمتونه تر سره شي. درېيم، دغه وزارت به د نړيوال اداري سيستم اصلاحات وهڅوي. څلورم. دغه وزارت به د مختلفو ننګونو د حل لپارهڅې وکړي. پنځم، دغه وزارت به د ګردې نړۍ له ملګرو سره همکاريزې اړيکې لا پياوړې کړي. شپږم، دغه وزارت به د هېواد د مرکزي ګټو ساتلو ته دوام ورکړي. اووم، دغه وزارت به د هېواد د ورخلاصون او پرمختګ لپاره خدمتونه تر سره کړي. اتم، دغه وزارت به په پوره توګه د خلکو لپاره د خدمت کولو اصل عملي کړي.

وانګ يي زياته کړه، چې له حقيقت څخه دا څرګنديږي، چې د چين پرمختګ د سوله ييز قوت پرمختګ دی. نوموړي وويل، چې چين هيله لري، چې له نورو هېوادونو سره د نړيوالې او سيمه ييزې سولې د ساتنې او پياوړتيا لپاره لا لوی خدمتونه وکړي.