افغانانو د ستونزو پر وړاندې نوی ژوند پيل کړی
CMG2021/12/30 12:08:27
شريکول:

۲۰۲۱ م کال به ژر پای ته ورسيږي او ۲۰۲۲م کال به پېل شي.

ګرده نړۍ په ۲۰۲۱م کال کې له ډېرو ستونرو سره مخ وه او د کرونا وبا پر وړاندې يې مبارزه وکړه، خو دغه کال د افغانستان لپاره يو ځانګړی کال و.

امريکايي ځواکونه د ۲۰۲۱م کال په اګست کې له افغانستان څخه ووتل او په دغه هېواد کې يې خپل شل کلن پوځي ماموریت پای ته ورساوه او ورسره سم طالبان واک ته ورسیدل او د سپتمبر په اوومه نېټه يې خپل سرپرست حکومت اعلان کړ.

 اوس د افغانانو ژوند څنګ دی او له کومو ستونزو سره مخ دي؟

د روان کال په اګست کې د افغانستان پلازمينه کابل کې ډېره ګډوډي او بې ثباتي روانه وه، خو اوس هلته ټولنيز نظام عادي روان دی. زمونږ خبريال په کابل کې داسې حالت ليدلی، چې د حکومتي ادارو په شاوخوا سيمو کې د چاودنې ضد سيمټي ديوالونه لرې شوي او ګڼ شمېر کډوال چې د جنګونو له امله کابل ته تللي وو او په پارکونو کې به اوسيدل، اوس بېرته خپلو ټاټوبو ته ستانه شوي دي او طالبان له وسلو سره د کابل پر ځينو مهمو لارو ګزمې کوي.

د دې هېواد د سرپرست حکومت تر جوړېدو وروسته، د پخواني حکومت زياتره کارکوونکي بېرته خپلو دندو ته ستانه شوي، د بېلا بېلو سيمو روغتونونو دروازې د خلکو پرمخ خلاصې شوي او د ابتدايي مکتبونو او د ځينو ښوونځيو تعليمي فعاليتونه هم بيا پيل او دوکانونه پرانيستل شوي دي. ځايي اوسېدونکي وايي، چې تر څو لسيزو جګړو وروسته سوله راغلې او په سوله کې ژوند ورته تر هر څه ډېر ارزښت لري.  

افغان سوداګر محمد وويل:  که په افغانستان کې سوله راشي، لازيات سيلانيان به دغه هېواد ته سفر وکړي. اوس ډېر وګړي دې ته په تمه دي او هيله لري، چې په افغانستان کې سوله راشي.

 لکه څنګه چې ياد افغان سوداګر وايي، چې خلک لاهم انتظار کوي او په تمه دي، چې هيواد به یې څنګه پرمختګ وکړي. په افغانستان کې د عادي ژوند د اعاده کېدو لپاره ډېرې ننګونې موجودې دي. هغه بهرني مشتريان، چې پرسوداګرۍ تکيه کوي، لاهم افغانستان ته نه دي تللی. خالد په کابل کې د لاجوردو کاروبار کوي. هغه وايي:

 زمونږ سوداګريزې چارې د پخوا په پرتله نيمې کمې شوي، هيله لرم چې سوله ژر راشي او امنيتي وضعيت نور هم ښه شي، نو سوداګري به مو زیاته شي.

اوس په افغانستان کې ګڼ شمېر افغانان د خوړو ستونزو سره مخ دي. په دغه هېواد کې د م.م د غلودانو پروګرام استازي خبرداری ورکړی، چې ۹۸ سلنه افغانان به له لوږې سره مخ شي. زمونږ خبريال د کابل له شاوخواوو سيمو څخه هم ليدنه کړې او وايي، چې روان کال دغه هېواد له وچکالۍ او سيلابونو سره مخ شوی، چې له دې امله هم هلته د غلودانو توليدي اندازه تر زياتې اندازې کمه شوې ده. د ځايي بزګرانو توليد شوې غلې دانې د دوی اړتياوې نه شي پوره کولی. افغان بزګر اياز وويل:سږ کال مو په بازار کې د پلور لپاره کافي غلې دانې نه درلودې. توليد شوي غلې دانې يوازې زمونږ اړتياوې پوره کوي، خو سږ کال مو د ځينو غلودانو پلورلو ته اړتيا درلوده. زمونږ اقتصادي حالت خراب دی. نو هيله لرو چې زمونږ حکومت او نړيواله ټولنه را سره مرسته وکړي.

دا رښتيا ده، چې د افغانانو پر وړاندې د غلودانو د کمښت ستونزې پر دغه هېواد د امريکا له لګيدلو بنديزونو سره مستقيم تړاو لري. هر کال افغان حکومت د غلودانو په شمول د ژوند د اړتيا وړ توکو د اخيستلو لپاره شاوخوا اته ميليارډه او پنځه سوه مليونه امريکايي ډالره لګوي. خو واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته د امريکا په شمول غربي هېوادونو د دې هېواد د مرکزي بانک شتمني کنګل کړې ده. که څه هم طالبانو څو څو ځلې له امريکا څخه غوښتنه کړې، چې دغه شتمني ازاده کړي، خو امريکا يې غوښتنه رد کړې ده. اوس په افغانستان کې د افغانيو ارزښت هم ټيټ شوی او د ژوند د لومړنيو توکو بيې هم لوړې شوي، چې له دې کبله ډېر افغانان د خوړو او سون موادو د اخيستلو لپاره کافي پيسې نه لري. د دې ستونزو پر وړاندې د طالبانو د سرپرست حکومت د کرنې وزارت وياند مصباح الدين له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې، چې له افغانانو سره مرسته وکړي. هغه وویل:پخوا ځينو بهرنيو سازمانونو زمونږ د وزارت له پروژو څخه ملاتړ کاوه، اوس مونږ هيله لرو، چې نړيواله ټولنه زمونږ د هېواد او خلکو لپاره له ځينو پروژو څخه ملاتړ ته دوام ورکړي. اوس مونږ نه شو کولی چې له نورو هېوادونو څخه توليدات وارد کړو، چې له امله يې د خوړو د کمښت ستونزه سخته شوې ده. هيله لرو چې امريکا د افغانستان شتمني ازاده کړي، ترڅو زمونږ د وزارت پروژۍ په سالمه توګه روانې شي.