د ډزو پېښې د امريکې یوه لویه ستونزه ده
CMG2021/12/30 11:51:56
شريکول:

سي اېن اېن خبر ورکړ، چې د روان کال د ډسمبر تر ۲۱مې نېټې پورې د امريکې په جاکسون ښار کې د وژنې ۱۵۰ قضيې پېښې شوي چې په زیاترو پېښو کې وسلې کارول شوي دي، دغه شمېر نوی ريکارډ جوړ کړی دی.  

د امريکې د پوليسو شمېرنې ښيي، چې په ياد ښار کې  په هر سلو زرو وګړیو کې د وژنې 97.6 قضيې رامنځته شوي، خو په ۲۰۲۰ کال کې دغه انډول د امريکې په هر سلو زرو وګړیو کې  6.5 قضيې یادې شوې وې، له دې څخه ښکاري چې د جاکسون ښار د وژنې انډول ډېر لوړ دی.   

د امريکې خبري رسنیو ويلي، چې د ډزو د پېښو له زیاتوالي څخه د جاکسون ښار د ټولنې او سياست ډېرې ستونزې ښکاره شوې دي. 

د سي اېن اېن د خبر له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د امريکې دوه پر درېيمه لویو ښارونو کې د وژنې قضيې د تېر کال په نسبت زياتې دي. (هيله)