د چاپيريال ساتنې پر اصل ټينګار کول د بېجينګ د اولمبيک ژمنيو لوبو د جوړولو په ۴ بنسټيزو اصولو کې لومړی مقام لري. په چين کې د م.م د چاپيريال پروګرام ادارې استازي تو ژوی هه په دې وروستيو کې د بېجينګ ډېلي ورځپاڼې له خبريال سره په مرکه کې ويلي، چې بېجينګ ۲۰۲۲م کال د اولمپيک ژمنيو لوبو د کوربه توب حق د غوښتلو او جوړولو په چارو کې د چاپيريال ساتنې او دواملرونکي پرمختګ پر اصولو ټينګار کړی او بشپړ ترتيبات يې تر سره کړي. نوموړي د بېجينګ د دغو کوښښونو ستاينه وکړه.
ښاغلي تو ژوی هه زياته کړه، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو جوړونه يوه بريالۍ بېلګه ده او د کرونا وبا پر وړاندې د زرغون پرمختګ د بيا سمسورتيا او د چاپيريالي ستونزو د ليري کولو په برخو کې د چين ګټور خدمت دی.