د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د بېجينګ په وخت د ډسمبر د ۳۱مې
نېټې د شپې په ۷ بجو د چين ميډيا ګروپ او د انټرنېټ له لارې د ۲۰۲۲ کال د رارسېدو
په مناسبت د مبارکۍ وينا وکړي. د چين د ميډيا ګروپ CCTV13 ،CCTV1، CCTV4 او 4K
چينال، د CGTN د بېلابېلو بهرنيو ژبو چينلونه، CRI، CNR ، د خلکو ويبپاڼه، د سينهوا
اژانس ويبپاڼه او د CCTV نيوز اپليکېشن به دغه وينا خپره کړي.