ډیلته او اومیکرون د کرونا وبا ضد د نړیوالې مبارزې پر وړاندې دوه لويې ننګونې دي
CMG2021/12/30 11:48:17
شريکول:

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مدير الهام ټدريس د ډسمبر په ۲۹مه نېټه په یوه خبري ناسته کې وويل، اوس د کرونا ډیلټه او اومیکرون نوې بڼې د کرونا وبا ضد د نړیوالې مبارزې پر وړاندې لويې ننګونې ګرځېدلي او له امله يې په ګردې نړۍ کې د کرونا زياتې پېښې رامنځته شوي او په روغتونونو کې د بستري شویو کسانو شمېر او د مړينې شمېر ډېر زیات شوی دی. نوموړي وويل، پر اوميکرون بڼې د اخته کېدو سرعت د ډیلته په پرتله ډېر ګړندی او ډېر د پاملرنې وړ دی. 

ټدريس له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه، چې د کرونا ضد واکسین بايد عادلانه او مساوي وویشل شي او د کرونا وبا د وقايې او کنټرول تدبيرونه دې ونيول شي. بله خوا، هغه په ۲۰۲۲م کال کې د کرونا وبا د کنټرول په اړه خوشبينه رویه څرګنده کړه. 

د امريکې د جانز هاپکینز پوهنتون یو تازه راپور خپور کړی، چې له مخې يې، د ډسمبر په ۲۷مه نېټه امريکا کې د کرونا ۵۱۲ زره او ۵۵۳ نوې پېښې ثبت شوي او دغه شمېر نوی ريکارډ جوړ کړی دی. (هيله)