چين د دوه اړخيزو اړيکو او د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په اړه د روسيې ولسمشر پوتين د څرګندونو او نيکو هيلو ستاينه وکړه
CMG2021/12/31 17:54:34
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د ډسمبر پر ۳۱مه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې چين د دغه هېواد او روسيې ترمنځ د اړيکو او د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په اړه د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين د مثبتو څرګندونو او نيکو هيلو ستاينه کوي.

د روسيې  ولسمشر ولاديمير پوتين د ډسمبر پر ۳۰مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ته د نوي کال د مبارکۍ پيغام ليږلی. نوموړي په خپل پيغام کې په ۲۰۲۱م کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او همکاريو د پياوړتيا په برخه کې لاسته راوړنې يادې کړې او د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په بريا سره تر سره کېدو هيله يې وښودله.

جاو لي جيان په خبري ناسته کې د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې د نوموړي د مثبتو څرګندونو او نيکو هيلو ستاينه وکړه او و يې ويل، چې چين باور لري، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې به په راتلونکي کال کې لا ټينګې شي.