چین: امریکا بايد افغان وژونکو ته سزا ورکړي
CMG2021/12/31 15:14:13
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چین د دفاع وزارت ویاند تان که فې د ډسمبر په ۳۰مه نېټه په یوه خبري ناسته کې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د بېپيلوټه الوتکې په بريد کې د ملکي افغانانو د وژنې په اړه وويل، چې امريکا بايد د دې پېښې جدي پلټنه وکړي او اړوندو ښکیلو سرتيریو ته بايد سخته سزا ورکړي او افغانانو ته دې مناسب ځواب ووايي. 

نوموړي وويل، د چین په اند، د پوځي بېپيلوټه الوتکې په شمول جنګي لارې چارې بايد له نړیوالو بشري قوانینو سره په ټکر کې واقع نشي، په تېره بيا ملکي وګړي بايد له وسلوالو سره په توپير وپېژندل شي. د روان کال په اګيست میاشت کې د امريکايي بېپېلوټه الوتکې په بريد کې د ۷ ماشومانو په شمول ۱۰ تنه ملکي افغانان  ووژل شول. څو میاشتې تېرې شوي، امريکې د ډيموکراسۍ تش په نوم سرمشريزه غونډه هم ترسره کړې ده، خو د مړو شويو کسان کورنۍ هېڅ عادلانه ځواب یا جبران نه دی تر لاسه کړی، د امریکې دغه کړنه له نړیوالو بشري قوانینو څخه څرګنده سرغړونه ده او له دې څخه ښکاري، چې امريکا  ډیموکراسي او بشري حقونه یوازې د خپل ځان په ګټه کاروي. (هيله)