په کويټه کې چاودنې ۱۹ تنو ته مرګژوبله اړولې
CMG2021/12/31 14:50:38
شريکول:

د پاکستان رسنیو د پوليسو په قول خبر ورکړ، چې د ډسمبر په ۳۰مه نېټه د بلوچستان ایالت په مرکز کويټه ښار کې یو ښوونځي ته نږدې چاودنه شوې، چې له امله يې لږ تر لږه ۴ تنه مړه او ۱۵ تنه نور ټپيان شوي او په شاوخوا سيمه کې ډېرې ودانۍ او موټرونه هم ویجاړ شوي دي. امنیتي ځواکونو او ژغورونکو زخمیان روغتون ته ليږدولي دي. 

تر اوسه هېڅ ډلې د دې چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخيستې. (هيله)