د چين او روسيې مشرانو يو بل ته د نوي کال د مبارکۍ پيغامونه ولېږل
CMG2021/12/31 21:25:21
شريکول:

د ډسمبر پر ۳۱مه نېټه د چين د دولت ريئس شي جين پينګ او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين يو بل ته د نوي کال د مبارکۍ پيغامونه ولېږل.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې د چيني حکومت او چينايانو په استازيتوب د روسيې ولسمشر پوتين او خلکو ته د نوي‌ کال مبارکي او نيکې هيلې څرګندي کړې. هغه وويل، چې دواړو هېوادونو په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې زياتې همکارۍ کړي او ريښتنی څواړخيزتوب يې عملی کړی دی. هغه د دوه اړخيزو اړيکو په اړه د رضایت احساس لري او زیاته يې کړه، چې چين او روسيه به د دواړو هېوادونو د سپورټي تبادلې کال پرانيزي او خپلمنځي دوستۍ ته به وده ورکړي.

پوتين په خپل پيغام کې شي جين پينګ ته د زړه له کومي مبارکي ورکړه او هيله يې دا وښوده، چې دوستانه چينايان نيکمرغه او روغ جوړ شي. پوتين داسې باور وښود، چې چين به په بريالي ډول د بېجینګ اولمپيک ژمنې لوبې تر سره کړي. هغه هيله وښوده، چې له شي‌ جين پينګ سره د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د پرانيستلو په ترڅ کې ليدنه وکړي.