د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو ارمان
CMG2021/12/31 17:50:56
شريکول:

د جنورۍ پر پنځمه نېټه به د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو له پيل څخه ۳۰ ورځې پاتې وي. چين د دغو لوبو ښه تر سره کول یو مهم ستراتيژيک پلان او نړۍ ته جدي ژمنه بولي.

له دې وروسته، چې چين د ۲۰۲۲م کال د اولمپيک ژمنيو لوبو د کوربه توب حق تر لاسه کړی، د دغه هېواد د دولت رئيس شي جين پينګ څلور ځله د دغو لوبو د مقدماتي چارو او د لوبغاړو د تمرينونو په اړه د معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره له اړوندو لوبغالو څخه ليدنې کړې دي.

د اولمپيک نړيوالې کمېټې مشر تومس باخ د نومبر پر ۲۱مه نېټه د آسيا اولمپيک شورا په عمومي غونډه کې وويل، چې بېجينګ به په نړۍ کې لومړی ښار وي، چې د اولمپیک د دوبنيو او ژمنيو لوبو کوربتوب کوي. په بېجينګ کې د ۲۰۲۲م کال د اولمپيک د ژمنيو لوبو د تيارۍ بېلا بېلې چارې بشپړې شوي او د دغو لوبو په بريا تر سره کېدل به د نړيوالو ژمنيو لوبو سبک او ځانګړتيا ته تلپاتې بدلون ورکړي.

د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې به د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ پر څلورمه نېټه پيل شي او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين به د دغو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر پر ۱۵مه نېټه له بېجينګ څخه په انلاين ډول له نوموړي سره کتنې کې وويل، چې د اولمپيک ژمنيو لوبو کې د ګډون لپاره ستاسو راتګ ته سترګې په لار يم.

پوتين په دغې کتنې کې وويل، چې روسيې او چين په نړيوالو سپورټي همکاريو کې يو له بل سره ملاتړ کړی او په ګډه يې سپورټ او اولمپيک لوبو ته د سياسي رنګ ورکولو له نيت سره مخالفت کړی. هغه په دې  پوره باور لري، چې چين د لوړې کچې او ډېر ښايسته اولمپيک ژمنيو لوبو د کوربه توب توان لري.